بشري حقوق

انټونیو ګوټرېش: طالبان د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په تور تورن دي

انځور- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کلني راپور کې طالبان د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په تور تورن شوي دي.

د انتونیو ګوترش په کلني راپور کې چې امنیت شورا ته وړاندې شوی، راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې، یوناما د طالبانو او نامعلومو کسانو لخوا د یو شمیر ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تېري او جبري ودونو په ګډون د جنسي تاوتریخوالي قضیې ثبت کړې دي.
په دې راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو په زندانونو کې پر هغو ښځو چې د طالبانو مخالفې دي، یا هغه کسان چې د دوی جنسي تمایل له امله پېژندل شوي، د شکنجې او جنسي تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې سمدلاسه هغه قوانین، پالیسۍ او کړنې لغوه کړي چې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اساسي آزادۍ سرغړونه کوي.

دلته په امنیت شورا کې، له ۲۰۲۴ کاله د کړکېچونو پورې اړوند جنسي تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی کلنی راپور وړاندې کیږي. د راپور یوه برخه د افغانستان وضعیت ته ځانګړې ده.

د سرمنشي په کلني راپور کې ویل شوي چې یوناما په تیر کال کې د طالب چارواکو او نامعلومو کسانو لخوا د پنځو ښځو، څلورو نجونو او دوو هلکانو پر وړاندې د جنسي تیري او جبري ودونو په ګډون د جنسي تاوتریخوالي قضیې ثبت کړې دي.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي داسې معلومات شته چې د طالبانو په زندانونو کې پر معترضو ښځو او همداراز پر هغو کسانو چې د دوی جنسي تمایل یا جنسي هویت له امله پېژندل شوي، شکنجه او جنسي تاوتریخوالی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور همداراز د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال د دفتر د یوې پایلې پر بنسټ وایي چې د طالبانو ځینې غړي د ۲۰۲۱ له اپریل راهیسې په ګڼو جرمونو، لکه جنسي تېری او د جنسي تاوتریخوالي نورو بڼو کې ښکېل دي؛ د هغو ښځو پر وړاندې چې یا د دوی له سیاستونو سره مخالفې وې، یا داسې ښکارېدې چې د طالبانو له لګول شویو محدودیتونو یې سرغړونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي کلنی راپور د شخړو پورې اړوند جنسي تاوتریخوالي په اړه
• د طالب چارواکو او نامعلومو اشخاصو لخوا د پنځو ښځو، څلورو نجونو او دوو هلکانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي تایید
• د طالبانو په زندانونو کې د نیولو پر مهال د معترضو ښځو او اشخاصو په وړاندې د جنسي تمایل او جنسي هویت پر بنسټ شکنجه او جنسي تاوتریخوالی
• د طالبانو عناصرو لخوا د ځینو معترضو ښځو یا هغو ښځو په وړاندې جنسي تاوتریخوالی، چې ګومان کېږي د دوی له پالیسیو یې سرغړونه کړې ده.

پرامیلا پتن، په شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، وايي: «د هغې ښځې په وضعیت فکر وکړئ چې په افغانستان کې د طالباني محکمې له پرېکړې سره سم، په جبري توګه بېرته هغه سړي ته ورکړل شوې چې ورسره یې نکاح شوې وه. په داسې هېواد کې چې د ښځې بدن یو بې‌دیواله زندان ګرځېدلی، موږ ډېری وخت د ژوندي پاتې شویو قربانیانو خبرې کوو.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل کلني راپور کې، له طالبانو غوښتي چې سمدلاسه ټول هغه قوانین، پالیسۍ او کړنې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي آزادۍ محدودوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي کلنی راپور د شخړو اړوند جنسي تاوتریخوالي په اړه وايي: «زه په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غواړم چې سمدلاسه ټول هغه قوانین، پالیسۍ او کړنې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي آزادۍ محدودوي، او د افغانستان د نړیوالو ژمنو او همدارنګه د امنیت شورا اړوندو پرېکړه لیکونو سره سم عمل وکړي، د ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پرېکړه لیک په ګډون.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې طالب چارواکو هڅه کړې چې ښځې او نجونې له عامه ژونده وباسي. خو د کورنیو او نړیوالو غوښتنو سره سره، طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې له خپلې هیڅ کړنې لاس نه دی اخیستی.

د کابل اوسېدونکې وايي: «نجونو په بشپړ ډول خپله روحیه له لاسه ورکړې ده. ښوونځي د څلورو کلونو لپاره نه دي خلاص شوي. موږ باوري یو چې افغان نجونې نور د ځان لپاره هیله او راتلونکې نه لري.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مدني ټولنې ځپل دوام لري او د طالبانو پالیسیو روغتیایي او رواني خدمتونو ته د ښځو او نجونو چمتو کول یا لاسرسی محدود کړی، په ځانګړي توګه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي څخه د ژوندي پاتې شویو لپاره خدمتونه.

له دې سره طالبانو د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي دي.