افغانستان

هرات کې د ټرافیکي پېښي تلفات ۷۶ تنو ته لوړ شوي

په هرات کې د طالبانو د والي وياند، محمد يوسف سعيدي، وايي، چې د هرات – اسلام‌کلا پر لويه لاره د ټرافیکې پېښې له امله د تلفاتو شمېر ۷۶ تنو ته لوړ شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه پېښه کې، چې تېره شپه را منځته شوې، درې تنه سخت ټپیان دي.

په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

محمد يوسف سعيدي زياته کړې، چې دغه پېښه پرون ماښام کابل ته پر لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې يو مسافر وړونکی ۵۸۰ ډوله بس له يوه موټرسایکل او يو مازدا سره ټکر شو او وروسته بس اور واخيست.