د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت له تېرو درېو ورځو راهیسې د «ژوندیو موجوداتو» د انځورونو د خپرولو لړۍ بنده کړې ده. دغه وزارت تازه د ښاري نقشو د ځانګړې کمېسیون ناسته جوړه کړې، خو د دې ناستې په انځورونو کې یوازې تالار، تشې څوکۍ او د طالبانو بیرغ ښودل شوی دی.
د دغه وزارت سرپرست، نجیب الله حیات حقاني دی او نوموړی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې شامل دی.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا ناسته د کور او ښار جوړونې وزارت د مرستیال مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، جوړه شوې وه، خو د دې ناستې په انځورونو کې یوازې تشې څوکۍ او د طالبانو ده بیرغونه لیدل کېږي.
داسې ښکاري، چې د طالبانو دغه وزارت د انځورونو د خپرولو د بندېدو لړۍ پیل کړې، کوم چې د امربالمعروف وزارت د قانون په اوولسمه ماده کې ورته اشاره شوې ده.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي: «د ښاري نقشو د ځانګړي کمېسیون ناسته، د کور او ښار جوړونې وزارت د مرستیال مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ ترسره شوه.»
د کور او ښار جوړونې وزارت له ټولنیزو پاڼو د آمو ارزونې ښیي، چې یاد وزارت له درې ورځو راهیسې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو لړۍ بنده کړې ده.
دغه وزارت، د نجیبالله حیات حقاني تر سرپرستۍ لاندې فعالیت کوي، چې د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې دغه وزارت کې د سرپرست په توګه وګمارل شو. نجیبالله حیات حقاني، له دې مخکې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې وه.
د ملګرو ملتونو په اسنادو کې نوموړی د «نجیبالله حقاني هدایتالله» په نوم یادېږي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې شامل دی.
نوموړی د طالبانو په لومړۍ دوره کې د د ټول ګټو او مالیې وزارتونو د مرستیال په توګه پاتې شوی و او د طالبانو تر راپرځېدو وروسته، په کنړ کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر او بیا د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په حیث دنده ترسره کړې ده. نجیبالله حیات حقاني، دغه راز د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سرپرست نور جلال جلالي د تره زوی دی.
نجیبالله حقاني، د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت سرپرست:
• تور نوملړ کې د ثبت نېټه: ۱۳۷۹ لمریز کال د کب ۵مه؛
• تور نوملړ کې د شاملېدو علت: د طالبانو غړی او په کنړ کې نظامي فعالیتونه؛
• مخکني منصبونه: د ټولګټو او مالیې وزارتونو مرستیالي؛
• لغمان کې د طالبانو نومول شوی والي
• په کنړ کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر
تر دې مخکې، د امربالمعروف وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم، د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست، عبدالحکیم شرعي او د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، په ژوندي بڼه د خپلو انځورونو په خپرولو بندیز لګولی و او تر اوسه د دوی لخوا لګول شوی بندیز دوام لري.
