بشري حقوق

طالبانو په کابل کې ۷ تنه په دورو وهلي دي

طالبانو په کابل کې ۷ تنه د «ذې‌گپ ټابلیټونو، هیرویین، الکولي مشروباتو او چرسو د قاچاق او پلور» په تور دورې وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو کسانو ته له ۱۰ تر ۳۹ دورو پورې بدني سزا ورکړل شوې او همداراز، دوی له یو کال تر پنځه کاله بند ته هم محکوم شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا کسان د طالبانو د سترې محکمې تر تأیید وروسته سزا شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تازه یو بل کس هم د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دې په تور چې ګواکې یې د طالبانو د نظام پر ضد تبلیغات کړي، د خلکو په وړاندې دورې وهلی و.

یادونه باید وشي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې طالبانو نږدې ۱۲۰۰ تنه د بېلابېلو تورونو لکه «غلا، له کوره تېښته، غیر مشروع اړیکې» او نورو ورته مواردو له امله دورې وهلي دي.

د طالبانو له لوري د بدني سزاوو تطبیق څو ځل د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له‌خوا غندل شوی، او له طالبانو غوښتنه شوې چې دا ډول سزاوې بندې کړي. خو طالبانو لا هم دا کار ته دوام ورکړی دی.

یو شمېر شنونکي د طالبانو دغه کړنې د بشري ارزښتونو خلاف بولي او دا د مخالفو غږونو د «څپولو» هڅې ګڼي. هغوی وایي، طالبان دین او شریعت د مخالفینو د ځپلو لپاره په یوه وسیله بدل کړی دی.