بشري حقوق

سرچینې: خوست کې یو تنکي ماشوم ځان وژنه کړې

له خوست ولایت څخه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یو تنکي ماشوم ځان وژنه کړې ده.

د سرچینو په وینا، دغه هلک تیزاب څښلي وو او ځان یې وژلی دی.

د سرچینو په وینا، کلیوال یې د ځان وژنې علت کورنۍ تاوترېخوالی او اقتصادي ستونزې یادوي.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې په دې وروستیو کې د ځان وژنې او انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې هېوادوال د اقتصادي ستونزو او فقر زیاتوالي له امله شکایت کوي. د ملګرو ملتونو راپورونو له مخې، نږدې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.