د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۶ – د ۸ بجو خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې افغانستان ته د دې هېواد د ولسمشر د سفر لپاره تر اوسه هېڅ ډول رسمي پروګرام نه ‌دی تصویب شوی.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې ټینګار کړی، هغه څه چې مطرح شوي، یوازې د ایران د ولسمشر لېوالتیا او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب د تګلارې پر دوام ټینګار و.

تر دې مخکې، افغانستان ته د ایران د ولسمشر د احتمالي سفر په اړه، یو لړ راپورونه خپاره شوي وو. دغه راز، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم خپل دریځ روښانه کړی او د دې وزارت ویاند ویلي، چې تهران تر اوسه په دې اړه یوې وروستی پرېکړې ته نه ‌دی رسېدلی.