افغانستان

طالبان: په کندهار کې یو بهرنی ګرځندوی د ترافیکي پېښې له امله ټپي شوی دی

کندهار کې د یوه بهرني ګرځندوی د ټرافیکي پېښې انځور

په کندهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ وايي، نن سهار (دوشنبه) د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو بهرنی ګرځندوی د ترافیکي پېښې له امله ټپي شوی دی.

د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ګرځندوي موټرسایکل د تونس ډوله باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

طالبانو ویلي، چې دغه ګرځندوی روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایي حالت یې ښه دی.