بشري حقوق

طالبانو پکتیا کې دوه تنه په دورو وهلي دي

د طالبانو له لوري د بدني سزاګانو په دوام کې، دوه کسان د پکتیا ولایت په سمکني ولسوالۍ کې د «غلا» په تور په دورو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان له ۳۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او له اته میاشتو تر لسو میاشتو بند هم محکوم شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبان دغه سزاګانې د خپلې سترې محکمې د تایید وروسته عملي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو کسانو د دورو وهلو پر مهال د سمکني ولسوالۍ د قضایي چارواکو ترڅنګ، د ولسوالۍ استخباراتي مسؤل او د ولسوالۍ د امنیې قومندان هم موجود وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (شنبه، د زمري ۴) طالبان په کابل کې شپږ کسان د نشه یي توکو په تړاو په دورو ووهل.

د طالبانو عالي محکمې ویلي چې دغه کسان د مخدره موادو، الکولي مشروباتو، چرسو او تابلیت «ک» د پلور او قاچاق په تور مجازات شوي وو.

خو له دې سره سره، طالبانو چې له واک ترلاسه کولو وروسته له څلور کلونو کم وخت کې په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان په عامو محاکمو کې د خلکو د سترګو په وړاندې، په دورو وهلي دي.

د افغانستان اوسېدونکي او یو شمېر بشري حقونو فعالان د طالبانو دغه سخت دریځ سخت غندلی او دا عمل یې د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی.

مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپورګر په خپل تازه راپور کې له طالبانو څخه د خلکو د بدني سزاګانو د بندولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نارینه په افغانستان کې پرته له کافي اسنادو او عادلانه محاکمو له سزاګانو سره مخ دي، چې زیات قرباني یې ښځې او نجونې دي.