امنیت بشري حقوق

سرچینې: پکتیکا کې یو ماشوم د نامعلومو کسانو له‌خوا تر ډبرو لاندې شوې

له پکتیکا ولایت څخه سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یوکوچنۍ ماشوم، چې د نامعلومو کسانو له‌خوا تر ډبرو لاندې شوی، ژغورل شوی دی.

په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې څو تنه د ماشوم خوا ته د ورځي. نجلۍ ژوندۍ ده، خو پر سر یې درنې ډبرې لګېدلي دي.

آمو ټلویزیون د دغې پېښې اړوند یوه ویډیو لاسرسۍ پیدا کړی، چې د دغه ماشوم وضعیت ډېر لرزونکی دی.

یاده پېښه د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه رامنځته شوې ده. سرچینې زیاتوي، چې ماشوم ژوندۍ پاتې شوی، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې هغه ولې او په کوم جرم تر ډبرو لاندې شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان ادعا کوي، چې ښایي د ویډیو جوړوونکي پخپله د دې وحشت عاملین وي، ځکه له پېښې سره د دوی برخورد له مخکې پلان شوی ښکاري او د ژغورنې هڅه یې تمثیلي بڼه لري.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې، په هېواد کې د تاوتریخوالي، وژنو او جرمونو پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي.