افغانستان

حامد کرزی: د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې له واقعیته لیرې دي

انځور: رویټرز

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګروملتونو سازمان په عمومي اسمبله کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونې چې ګواکي ترهګرې ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري ناسمې او له واقعیته لیرې بولي.

حامد کرزی وایي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په هکله د نوموړي څرګندونې ناسمې دي او «دا ډلې په افغانستان کې فعالیت نه لري.»

ښاغلي کرزي د یوه ټویټ په خپرولو ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني هېواد دی او د ترهګرو ډلو پټنځایونه له څو لسیزو راهیسې د پاکستان حکومت په ملاتړ په یاد هېواد کې دي او د افغانستان پرخلاف فعالیت لري.

د هېواد پخواني ولسمشر زیاته کړې چې واقعیت برعکس دی، یعنې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او ترهګرې ډلې له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې دي او د پاکستان حکومت تر مستقیم ملاتړ لاندې له هغه ځایه د افغانستان پرخلاف استعمالېږي.

ښاغلي کرزي د پاکستان لومړي وزیر ته توصیه وکړه چې له ناسمو تبلیغاتو لاس واخلي او د یوه نېک ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او متمدنو اړیکو د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان لومړي وزیر شهبار شریف د جمعې په ورځ د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په غونډه کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د داعش، پاکستاني طالبانو د تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبیکستان اسلامي غورځنګ، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له فعالیته اندېښنه لري.