افغانستان سویلي آسیا

د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره د افغانستان او پاکستان قومي جرګه

افغانستان او پاکستان د دویم ځل لپاره د تورخم دروازې د خلاصېدو په موخه «قومي جرګه» رابللې ده.

په دې جرګه کې د پاکستان استازی وایي، که طالبان د تورخم دروازې ته نږدې د تاسیساتو جوړولو چارې ودروي، نو دا دروازه به نن پرانیستل شي. له بلې خوا، ځینې موټر چلوونکي وایي چې په تېر نږدې یوه میاشت کې د تورخم له لارې سوداګریزې راکړې ورکړې ګډوډې شوې او سلګونه باروړونکي او ترانزیټي موټر د لارې د خلاصېدو په تمه ولاړ دي.

د تورخم دروازه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ټولو مهمه سوداګریزه او ترانزیتي لاره ده، خو له پنځه ویشتو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د روان لمریز کال د کب په درېیمه، کله چې طالبانو د تاسیساتو د جوړولو کار پیل کړ، دا دروازه هم د مسافرو او هم د سوداګریزو او ترانزیټي موټرو پر مخ وتړل شوه.

دواړو لوریو د دې لارې د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې کړې دي خو تر اوسه دغو هڅو کومه پایله نه ده درلودلې. خو د دوشنبې په ورځ، د تورخم د پرانیستلو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه نسبتاً لویه قومي جرګه بلل شوې وه. په دې جرګه کې د پاکستان له لوري ۳۶ استازي او د افغانستان له لوري ۲۵ استازو ګډون درلود. د پاکستان د پلاوي مشر هیله ښودلې چې دا ځل به جرګه مثبته پایله ولري او لاره به بېرته پرانیستل شي.

قومي جرګه کې د پاکستان د پلاوي مشر، سید جواد حسین کاظمي، وایي: «له خدایه امید لرو چې ان شاءالله نن به زموږ خبرې بریالۍ شي. دلته یو څه ستونزې موجودې وې چې موږ هغه هوارې کړې، او اوس زموږ ناسته مخکې ځي. هغه څه چې د لومړۍ ناستې پر مهال ویل شوي وو، اوس د عملي کېدو په حال کې دي.»

د تورخم دروازې بندېدو د دواړو غاړو سوداګر سخت زیانمن کړي او سلګونه سوداګریز موټر د دروازې دواړو خواوو ته بند پاتې دي.د پاکستان د پلاوي مشر ویلي، چې د تورخم د بندېدو له کبله دواړه هېوادونه هره ورځ درې میلیونه ډالر زیان ویني، او تر دې دمه سوداګرو څه باندې اویا میلیونه ډالر تاوان کړی دی. د دې جرګې یو پاکستانی غړی وايي، چې د تورخم بند پاتې کېدل دواړو هېوادونو باندې اقتصادي فشار زیاتوي.

قومي جرګه کې د پاکستان د پلاوي غړی، محمد یوسف، وایي: «میلیاردونه زیان اټکل کېږي، او د هغو شمېرو له مخې چې موږ ارزولي، نږدې درې میلیونه ډالر هره ورځ سوداګرۍ ته زیان رسېږي.»

تر دې مخکې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و، چې که طالبان د تورخم په پوله د تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکړي، نو دا دروازه به خلاصه نه شي. په تېرو پنځه ویشتو ورځو کې، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تورخم په دروازه کې تر دوو ځلو زیاتې نښتې هم شوې دي، چې دواړو لورو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. د لومړنیو شمېرو له مخې، په دې نښتو کې ۱۱ پاکستاني سرتېري ټپیان شوي او درې طالبان وژل شوي دي.