افغانستان

د طالبانو دننه د قدرت په سر کشمکش او د مشرتابه د اطاعت ادعا

د خپلمنځي اختلافاتو د راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي چې د واک پر سر به د دوی ترمنځ وینه تویه نه ‌شي.

امیرخان متقي ټینګار کوي چې د طالبانو په نظم کې د هبت‌الله اخندزاده د اطاعت نظریه حاکمه ده او د واک پر سر به شخړې ونه ‌شي. د متقي په وینا، د طالبانو د چارواکو له لېرې کېدو وروسته هغوی ته امتیاز نه ورکول کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له دوو میاشتو وروسته، لا هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت داسې کوم رسمي خبر نه ‌دی خپور کړی چې د سراج‌الدین حقاني حضور پکې تایید کړي. په ورته وخت کې، تازه حقاني ته نږدې کسانو د طالبانو د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد سره د سراج الدین حقاني انځور خپور کړی دی.

تېره جمعه، له ۵۲ ورځو غیابت وروسته، له خوست څخه د سراج‌الدین حقاني دا انځورونه خپاره شول؛ دا په داسې حال کې ده، چې د هبت‌الله په مشرۍ د کندهاري طالبانو او د حقاني ترمنځ د جدي اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي.
هغه انځورونه چې سراج‌الدین حقاني ته نږدې کسانو خپاره کړي دي، سراج الدین حقاني له یعقوب مجاهد او له خپل ورور انس حقاني سره لیدل کېږي. د انځور نېټه او ځای څرګند نه‌ دی. د ځینو په باور، حقاني د هبت الله په مشرۍ د طالبانو له سیاستونو سره مخالفت لري.

خو د عمان په مسقط کې، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه غږېدلی او ویلي یې دي چې د واک پر سر جګړه به د طالبانو ترمنځ وینه تویه نه‌ کړي او د هبت‌الله د اطاعت نظریه حاکمه ده.

امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، وایی: «دلته څوک مخالفت نه کوي. دلته څوک د واک لپاره له چا سره شخړه نه کوي. د واک لپاره به وینه تویه نه‌ شي. دلته د اطاعت نظریه حاکمه ده. که وزیر وم، خدمت کوم، که نه وم، نه ‌یې کوم. دا هغه وخت نه‌ دی چې که وزیر لرې شي، نو خپه شي او امتیاز ورته ورکړل شي.»

د طالبانو د مشر د واک په مرکز، کندهار کې، د یعقوب مجاهد په مشرۍ امنیتي ناسته ترسره شوه، خو سراج‌الدین حقاني پکې نه‌ و. همداراز، په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د حقاني تر مسوولیت لاندې دی، هبت‌الله اخندزاده د هغه په غیاب کې لږ تر لږه د طالبانو پنځه د پولیسو قوماندانان، ټاکلي او بدل کړې دي.

سرچینې آمو ته وايي چې د هبت‌الله اخندزاده په امر، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له ځانګړو ځواکونو جوړ دوه زره کسیزه ځانګړې امنیتي قطعه د کندهار ښار په شاوخوا او ګاونډیو ولایتونو کې د طالبانو د مشر د مرکز د امنیت لپاره ځای پر ځای شوې ده.

عارف رحماني، د ولسي جرګې پخوانی غړی، وایي: «اختلاف ښکاره دی او دا داسې څه نه‌ دي چې پټ پاتې شي، خاصتاً دا چې په تېرو دوو میاشتو کې، اماراتو ته د حقاني له بحثه ډک سفر وروسته ، دی بېرته کورنیو چارو وزارت ته نه ‌دی ستون شوی.»

د سراج‌الدین حقاني پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې د انځورونو او ویناوو په خپرولو سره یو کمپاین هم پیل کړی، ، د دې وینا په څېر، چې په واک کې د افرادو د بدلون له پایلو یادونه کوي – دا وینا یو کال وړاندې د پکتیکا ولایت په کټواز ولسوالۍ کې شوې وه.

سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ۱۴۰۲ کال د تلې ۲۶مه وویل: «واک سترګې ړندې کوي، بیا نافرماني پیدا کوي، نافرماني دین ته سپکاوۍ کوي او نظام ته سپکاوۍ کېږي.»

ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو شتون تایید کړي وو. د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستي راپور کې هم ویل شوي چې د طالبانو مشر د کندهار د ناستو په جوړولو او په مهمو دولتي پوستونو کې د خپلو وفادارو کسانو د ټاکلو له لارې، د خپل واک د لا ټینګښت په لټه کې دی.