افغانستان

چادري، د بدخشان پوهنتون ته د نجونو د ننوتلو شرط

د بدخشان په پوهنتون کې یو شمېر نجونې محصلانې وایي چې په دغه پوهنتون کې د طالبانو مسوولانو د نجونو زده کړیالانو لپاره د چادرۍ اغوستل جبري کړي او هغو نجونو ته چې چادري ونه لري پوهنتون ته د دننه کېدو اجازه نه ورکوي.

د بدخشان پوهنتون یوه محصله نیلوفر د بدخشان په پوهنتون کې پر نجونو د طالبانو د امربالمعروف مسوولانو د فشارونو راوستلو ته په اشارې وایی: «کله مې چې د پوهنتون د درسونو د پيل اطلاعیه ووارېده ډېره خوشحاله شوم چې درسونه بیا پیل شول او بندیز نه دی لګول شوی؛ خو کله چې پوهنتون ته راغلم له یو شمېر ټولګیوالو سره چې حجاب مو درلود او مخونه مو په ماسک پټ کړي وو پوهنتون ته د ننوتلو پرمهال د طالبانو د امربالمعروف کسانو زموږ مخه ونیوه او ویې ویل چې تاسو حجاب نه لرئ او نه شي کولای دننه شئ.»

هغې دوام ورکړ: «په داسې حال چې زموږ مخونه پټ وو؛ خو بیا هم وایي چې حجاب نه لرئ! ما ورته وویل ملا صایب ایا دا حجاب نه دی؟ ویې ویل نه نه دی. تاسو باید برقع واغوندئ او له هغې پرته اجازه نه لرئ پوهنتون ته دننه شئ.»

د بدخشان دغې زده کړیالې زیاته کړه: «زه نن په ډېرې خوښۍ پوهنتون ته راغلې وم؛ خو اجازه یې رانه کړه چې پوهنتون ته دننه شم. دا زما لپاره ډېره سخته ده؛ ځکه تر دې حده زموږ حجاب ته متوجې دي؛ خو یو ځل یې پوښتنه ونه کړه ایا په پوهنتون کې ستونزه نه لرئ؟ له درسونو مو راضي یئ؟ زموږ د پوهنتون د مسوولانو ټوله بوختیا د نجونو حجاب ده.»

معصومه د بدخشان پوهنتون یوه زده کړیاله ده. هغه وایي چې ټولې نجونې په پوهنتون کې له رامنځته شوي وضعیته په تنګ دي.

هغې په دوام کې وویل: «له کله چې طالبان واکمن شوي موږ نجونې تل له سپکاوي سره مخ شوې یو؛ هم په ښار او بازار کې او هم په روزنیزو مرکزونو کې د امربالمعروف د ملایانو له ناوړه خبرو سره مخ یو. په هېواد کې یوازینی روزنیز مرکز چې زموږ نجونو پرمخ پرانیستی دی پوهنتون دی. ښوونځي تر یوه کال زیاته موده کېږي تړلي دي. اوس غواړي په بېلابېلو پلمو نجونې محصلانې له زده کړو او پوهنتون ته له تګ څخه منع کړي؛ خو ناشونې ده.»

معصومې ټینګار وکړ: «نن د چادري په جبري کولو سره غواړي موږ پوهنتون ته رانه شو؛ خو پوه دې شي، چې دا وضعیت هم نه شو زغملای.»

په همدې حال کې مو وغوښتل په دې هکله د بدخشان په پوهنتون کې د مسوولانو نظر ولرو؛ خو په پرلپسې اړیکو سره بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ درسي ورځې سره جلا شوې دي.

په ترټولو تازه مورد کې د بلخ په پوهنتون کې مسوولانو یوه طرحه عملي کړې ده چې نجونې او هلکان باید په جلا جلا ورځو پوهنتون ته ولاړ شي؛ هغه څه چې زیات غبرګونونه یې وپارول.