افغانستان

ټرمپ: په امریکایی پوځي تجهیزاتو د طالبانو پرېټ مې غوسه کوي

د امریکا ولسمشر له طالبانو د امریکايي پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ د محافظه‌کارانو د سیاسي اقدام په غونډه کې په تونده لهجه وویل، کله چې طالبان په امریکايي تجهیزاتو پوځي پرېټ ترسره کوي، دی ډېر قهرجن کېږي.

ټرمپ همدا راز د افغانستان لپاره د امریکا مالي مرستې د طالبانو له لوري د امریکايي پوځي تجهیزاتو د بېرته سپارلو ته مشروطې کړې. هغه له ایلان ماسک څخه وغوښتل چې له طالبانو څخه د امریکايي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو بهیر مخ ته یوسي. د امریکا ولسمشر همدا راز ټینګار وکړ چې د جمعې په ورځ یې خپلې ادارې ته ویلي تر څو د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو ارزونه وکړي.

هغه درې ځله پرله‌پسې وویل چې د طالبانو په پوځي رسم‌ګذشت کې د امریکايي وسلو له نندارې، سخت قهرجن کېږي.

ډونالډ ټرامپ وایي: «طالبان دا تجهیزات په واک کې لري. تاسو پوهېږئ، هغوی هر کال خپل رسم‌ګذشت ترسره کوي، چې پکې زموږ پوځي وسایط کاروي، په یوه کوچني سړک یې چلوي، او داسې ښکاري لکه یو پوځي رسم‌ګذشت. کله چې دا وینم، قهرجن کېږم. قهرجن!، کله چې دا وینم، سخت قهرجن کېږم.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه ، چې د جمعې په ورځ یې خپلې ادارې ته ویلي، غواړي د افغانستان لپاره مالي مرستې و ارزوي. ډونالډ ټرامپ اعلان وکړ چې افغانستان ته د مرستو دوام به د طالبانو له لوري د امریکايي پوځي تجهیزاتو بېرته سپارلو ته مشروط وي.

ډونالډ ټرامپ وایي: «موږ هر کال شاوخوا دوه یا دوه نیم میلیارده ډالر افغانستان ته ورکوو، پوهېږئ؟ د مرستې لپاره، حال دا چې موږ دلته پخپله مرستې ته اړتیا لرو. زه غواړم دې ته د پای ټکی کېږدم، او پرون مې هغوی ته وویل چې زه غواړم دا موضوع و ارزول شي. خو که موږ غواړو هغوی ته پیسې ورکړو، دا ستونزه نه لري، خو زه غواړم چې هغوی موږ ته زموږ پوځي تجهیزات بېرته راکړي. هغوی دا تجهیزات پلوري. ډاګ، ته غواړې دا بېرته ترلاسه کړې؟ اوس یو څه ولیکه، زه غواړم که موږ هغوی ته دا ډول پیسې ورکوو، نو باید تجهیزات بېرته راکړي. هغوی باید هغه پوځي تجهیزات چې لري، بېرته وسپاري.»

ډونالد ټرامپ له ایلان ماسک څخه، چې د متحده ایالاتو د بهره‌ورۍ ادارې مشر دی، غواړي چې له طالبانو د امریکايي پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو بهیر پر مخ یوسي. هغه وایي، ماسک د امریکا له میلیاردونو ډالرو په مرستو باندې، په داسې حال کې چې د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلي، حیران شوی دی.

له بلې خوا، د ایټالیا لومړۍ وزیره، چې محافظه‌کاره او ښۍ اړخې ده د افغانستان د وتلو له ناورین یادونه کوي.

جورجیا ملوني وویل: «زه پوهېږم چې په امریکا کې د ډونالډ ټرامپ تر مشرۍ لاندې به، هېڅ داسې یو ناورین پېښ نشي لکه څلور کاله وړاندې چې مو په افغانستان کې ولیدله.»

د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو ارزښت اووه میلیارد ډالر اټکل کړی دی. سره له دې، د طالبانو ویاند تر دې وړاندې ویلي و چې دا تجهیزات به امریکا ته بېرته و نه سپاري. یو شمېر طالب مشران بیا یاد تجهیزات، د جنګي غنیمت په توګه یادوي.