په افغانستان کې د روان میلادي کال د پولیو لومړی مثبته پېښه په بادغیس ولایت کې ثبت شوه.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست د کلتوري معافیت مدیر وایي چې د بالا مرغاب ولسوالۍ د قروتو په سیمه کې د نسیمې په نامه یوه پنځه کلنه انجلۍ د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده. بلخوا، د هېواد یو شمېر وګړي وایي چې له هغه وروسته چې طالبانو کور په کور د واکسین کمپاین بند کړ، په افغانستان کې د پولیو ناروغي مخ په زیاتېدو ده، او ګڼ شمېر ماشومان د دې واکسین له تطبیق څخه بېبرخې پاتې کېږي. د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو مثبتې پېښې د تېر کال په پرتله څلور چنده زیاته وه.
بادغیس هغه ولایت و چې لږ تر لږه، له یوه کال ډېره موده کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ شاهد نه وو.
خو تازه یوه پنځه کلنه ماشومه چې د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په کندهاري کلي کې اوسېږي، د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست د کلتوري معافیت مدیر، محمدیوسف نجمي، وایی: «یوه پنځه کلنه ماشومه چې د بالامرغاب ولسوالۍ د قروتو سیمې به کندهاري کلي کې اوسېږي، له لازمو ارزونو وروسته، په ډاګه شوه چې نوموړې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.»
طالبانو د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې په کندهار، هلمند او وروسته په نورو ولایتونو کې د کور په کور پولیو واکسین پر تطبیق بندیز ولګاوه.
د طالبانو له دې پرېکړې وروسته، د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې، په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېره په بې ساري توګه لوړه شوه او په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیو زیاتې پيښې ثبت شوې.
په ۲۰۲۴ میلادي کال کې، په کندهار کې د پولیو دولس پيښې، هلمند کې اته پيښې، اروزګان کې دوه پيښې، پکتیکا، کنر او نورستان ولایتونو کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوه.
په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ پېښې په کندهار، اته پېښې په هلمند، دوه پېښې به ارزګان او یوه یو پېښه په ترتیب په پکتیکا، کنړ او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان شمیرې ښيي، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو مثبتې پيښې د تېر کال په پرتله څلور برابره زیاتې وې. په ۲۰۲۳ کې یوازې شپږ پېښې به ثبت رسېدلې وې.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې کور په کور د پولیو واکسین د لړۍ بندېدل، د دوی ماشومان یې له دې واکسینه محروم کړي او د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنه یې ډېره کړې ده.
یو شمېر نور بیا ټینګار کوي چې ډېری وخت په خپلو سیمو کې د واکسین د ډلو له راتګه نه خبرېږي او د دوی د ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ ده.
د کابل اوسېدونکې، لیدا ستانکزی، وایي: «له عامې روغتیا وزارته غواړم چې د واکسین کمپاین د پخوا په څېر تطبیق کړي، کله چې په کورونو کې زموږ ماشومان واکسینېدل نو موږ ته ډېر سهولت و خو له کله نه چې وایي خپل ماشومان جوماتونو ته راولئ، نو ستونزه بیر وبار ډېریږي چې موږ ښځې نشو کولای په سړه هوا یا ګرمۍ کې خپل ماشومان د جومات مخې ته وروړو او دا موږ ته سخته ده.»
په بادغیس کې د پولیو د مثبتې پيښې له ثبت وروسته، له پولیو د پاک افغانستان بنسټ په اېکس پاڼه کې لیکلې دي، چې د پولیو د واکسین کمپاین به د روانې اوونۍ په دوشنبې ورځ په افغانستان کې پيل شي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې نه یوازې د پولیو ناروغي پکې له منځه نه ده تللې، بلکې په دې هېواد کې د دې ناروغۍ د پېښو زیاتوالۍ اندېښمنوونکی دی.