د اسماعیلي شیعه ګانو نهه څلوېښتم امام او د اسماعیلي مذهب مشر کریم آقا خان د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
د هغه د مرکزي بشري سازمان لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې کریم آقا خان د سه شنبې په ورځ( د سلواغه په ۱۶مه) د پرتګال په ليسبون کې وفات شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغه غوره شوی ځای ناستی به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.
د آقا خان مرکزي بشري سازمان د هغه له کورنۍ او په ټوله نړۍ کې د اسماعیلیانو ټولنې سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
کریم آقا خان څوک وو؟
آقا خان د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۳۵ هېوادونو کې د ۳۵ ميلیونه اسماعیلیانو مذهبي مشر و او د څو لسیزو راهیسې یې د دې مذهبي ټولنې مشري کوله.
هغه د ۱۹۳۶ کال د ډسمبر په ۱۳مه د سویس په جینیوا کې زیږیدلی، یو میلیاردر سوداګر و چې د نړۍ په ځینو بې وزلو سیمو کې یې ميلیونونو خلکو لپاره پانګونه کړې وه.
هغه مخکې لدې چې سویس ته راستون شي او په لی روکس ښوونځي کې زده کړې وکړي، خپل ماشومتوب د کینیا په نیروبي کې تېر کړ. وروسته، هغه امریکا ته لاړ ترڅو په هارورډ پوهنتون کې د اسلامي تاریخ زده کړه وکړي. هغه د ۱۹۵۷ کال د جولای په ۱۱مه، د ۲۰ کلنۍ په عمر کې د خپل نیکه، دریم آقا خان ځای ناستی شو.
کله چې هغه هارورډ ته راستون شو، هغه ته د ملکې الیزابت لخوا ورته د «غوره» یو نوی او دروند لقب ورکړل شو. لکه څنګه چې نورو پاچاهانو د هغه نیکونو ته ورکړى وو.
کریم آقا خان برېټانيوي، فرانسوي، سویسي او پرتګالي تابعیتونه درلودل. خو له کاناډا سره یې هم خپلې اړیکې وساتلې. دا اړیکه هغه وخت ټینګه شوه کله چې د لومړي وزیر پیر تروډو په مشرۍ، دغه هېواد په زرګونو اسماعیلي کډوال ومنل چې په ۱۹۷۲ کال کې په ناڅاپي ډول له یوګانډا څخه ایستل شوي وو.
بالاخره، هغه د ۱۴۰۳ هجري لمريز کال د سلواغع په ۱۶مه، د ۸۸ کلونو په عمر، د پرتګال په ليسبون کې خپل روح حق ته وسپاره.