افغانستان

امریکا د نړیوالې پراختیا اداره بیا تنظیموي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په يوه خبرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا کانګرېس ته خبر ورکړی چې هغه د احتمالي بیا تنظیم په رڼا کې د امريكا د نړيوالې پراختيا ادارې(يو اېس ای آى ډي) د بهرنیو مرستو پر فعالیتونو بیاکتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، مارکو روبیو به د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د مدیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: « د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره (يو اېس آى ډي) له اوږدې مودې راهیسې د خپل اصلي ماموریت څخه چې په بهر کې په مسٶلانه توګه د امریکا ګټې پرمخ وړي، لېرې شوې ده او اوس په پراخه کچه روښانه ده چې د دې ادارې د بودیجې یوه د پام وړ برخه د متحده ایالاتو د ملي ګټو سره سمون نه لري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لکه څنګه چې د نړیوالې پراختیا اداره ارزوي او ډاډ ورکوي چې د «لومړی امریکا» اجندا او د دې وزارت د هڅو سره مطابقت لري، د امریکا د خلکو د ګټو ساتنه به وکړي او د دوی د مالیاتو د هريو ډالر ضایع کېدو مخه به ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يو لړ اجرائیوي فرمانونو له مخې، چې د دې هېواد د اکثرو بهرنیو مرستو د بندیدو امر یې ورکړی و، د امريكا د نړیوالې پراختیا ادارې فعالیتونه هم مؤقتاً درول شوي دي.

له بلې خوا، له دې مخکې، ځینې امریکایي چارواکي او مشران، د ټیسلا او اسپیس اېکس اجرائیوي رئیس ایلان ماسک په ګډون، ادعا کړې وه چې د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره د «بیولوژیکي وسلو» د تحقیقاتو سره تړاو لري، او غوښتنه یې کړې وه چې دا اداره بايد لغوه شي.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په تېرو ۲۴ کلونو کې افغانستان سره له ۱۰۹ میلیارد ډالرو ډېرې مرستې کړې دي.

خو د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امريكا حکومت د دې ادارې د خپلواکۍ د لغوه کولو او د هغې د مديريت په لاس کې اخيستلو  په لټه کې دى.