افغانستان

امریکايي سناتوره: نه شو کولای خپل «افغان متحدين» پرېږدو

ډیموکراټ سناتورې اېمي کلوبوچار د ډونلډ ټرمپ د اجرایوي فرمان په غبرګون کې چې په متحده ایالاتو کې د مېشتېدو په شرایطو برابرو افغانانو الوتنې ځنډوي ویلي، امریکا نشي کولای خپل «افغان متحدین»پرېږدي.

هغې پر اېکس ټولنيزه شبکه ویلي، چې دا فرمان د هغو کسانو الوتنې لغوه کوي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر څنګ جنګېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، د امريكا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ يو لړ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل چې د متحده ایالاتو ډېری بهرنۍ او پراختیایی مرستې ځنډوي. دغه اقدام امریکا ته د څه دپاسه څلوېښت زره افغان اتباعو چې د امریکا متحدین ګڼل کیږي، الواتنې او بيامېشتېدنې هم لغوه کړي دي.

د يادولو وړ ده، چې دا افغان اتباع هغه کسان دي چې په هېواد کې د امریکا د شل کلن حضور په موده کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار او همکاري کړې او اوس د «طالبانو لخوا د غچ اخيستنې له ګواښ» سره مخ دي.

دغه هېوادوال وايي چې اوس په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ په خاطر د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې، نېول کېد، شکنجې، ګواښونو، زندانونو او آن د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د دغو افغان اتباعو له ډلې يو شمېر، چې پر افغانستان د طالبانو له حاکميت راهيسې درېيمو هېوادونو ته تللي، وايي، که چېرې د دوی د کډوالۍ دوسيې ونه څېړل شي او په امريکا کې مېشت نه شي، د طالبانو له خوا به له شکنجې، زنداني کېدو او بالاخره له مرګ سره مخ شي.

دغه بهير وروسته هغه وځنډول شو چې ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست سره د متحده ایالاتو پراختیایی مرستو مؤثریت او مطابقت باندې بیاکتنه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د بهرنیو مرستو ټول فعالیتونه یې ځنډولي دي.