د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار نن سهار شاوخوا اته بجې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لار اوس د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده. خو د ورځې په اوږدو کې، بار وړونکو موټرو ته هم اجازه ورکول کیږي چې په نوبتي شکل حرکت وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه لويه لاره تېره شپه له لسو بجو راهيسې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
تر دې مخکې طالبانو د دغې لویې لارې د تړل کېدو لامل واوره، توپان او د موټر چلوونکو لپاره د ليدو وړ ساحې محدودیت ښودلی و.