افغانستان

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

Salang Pass. File photo.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لار له تېرې شپې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه لاره په تېرو دوو اوونيو کې څو ځلې د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

طالبانو د دغې لارې د تړل کېدو لامل واوره، توپان او د موټر چلوونکو د لیدلو وړ ساحې کموالی بللی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس د دې خبرپاڼې په خپرولو سره له هېوادوالو غوښتي چې پر دې لاره تګ راتګ ونه کړي.

د سالنګ لاره د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو لویو لارو څخه ده چې ۹ شمالي ولایتونه له مرکز او د هېواد له سویل سره نښلوي.

د دې لارې تړلو تل د هېواد سوداګر او هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي دي.