د تېر حکومت یوې امنیتي سرچینې آمو ته ویلي، چې د حقاني ډلې او هند ترمنځ د اړیکو ښه کول، د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې دوام او د طالبانو د واک په جوړښت کې د سراج الدین حقاني د رول روښانه کول ښايي متحده عربي اماراتو ته د نوموړي د سفر مهم محورونه وي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره په یوه کال کې د دوهم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی.
د طالبانو ویاند د سه شنبې په ورځ رسنیو ته د دغه سفر اعلان وکړ. ذبیح الله مجاهد پر اېکس په یوه یادښت کې لیکلي، چې ښاغلي حقاني د خپل سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره د علاقې وړ مسایلو په اړه کتلي دي.
دا په تېر یوه کال کې متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دویم سفر دی. له نوموړي سره په دواړو سفرونو کې د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم ملګری وي.
لومړی سفر د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د وري په ۱۸ نېټه ترسره شو او دوهم سفر یې پرون (سه شنبه، د سلواغه په دويمه) اعلان شو.
دواړه لیدنې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس په خبرپاڼه کې ویلي: «د دې سفر په ترڅ کې یې د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل او د دوه اړخېزو ګټو، سیمه ییز ثبات، د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.»
دا سفر د څو مهمو پېښو سره مل و. د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله، د امریکايي زنداني محمود شاه حبیبي ناڅرګند برخلیک، د ټرمپ د لوړې مراسم او د کډوالو چارو وزارت ته د وروستۍ ګمارنې پر سر له کندهاري طالبانو سره د حقاني ډلې اختلافات.
د پخواني حکومت د ملي امنیت یوه لوړپوړي چارواکي آمو ته ويلي، له هند سره د حقاني شبکې د اړیکو ښه کول، د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله او د طالبانو د واک په جوړښت کې د سراج الدین حقاني د رول روښانه کول ښايي د دغه سفر مهم محورونه وي.
تر دې مخکې د ١۴٠٣لمريز کال د مرغومي په ۱۹مه د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم متحده عربي اماراتو ته تللی و. نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د اقتصاد او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم ليدنې درلودې.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې په متحده عربي اماراتو کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره هم وکتل او له طالبانو سره یې د هند د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. دا غونډه چې د سرچینو په وینا د متحده عربي اماراتو په منځ کې په پیاده توګه ترسره شوه؛ خو د اماراتو ولسمشر د دغه سفر پر مهال له ښاغلي متقي سره ونه لیدل.
له دې وړاندې نورې شننې هم موجودې وې، چې له ډيورنډ فرضي کرښې سره پرتې سيمې د حقاني ډلې د نفوذ سيمه ده، نو ښايي متحده عربي امارات په يو ډول د اسلام آباد او په ځانګړې توګه د حقاني ډلې ترمنځ د پاکستاني طالبانو( ټي ټي پي) په مسئله کې منځګړتوب وکړي.