افغانستان

طالبانو خپل کارکوونکي په یو وخت کې د دوو رسمي دندو له ترسره کولو منع کړل

د طالبانو تر ادارې لاندې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د حکم له مخې، له اوس څخه د دوی تر ادارې لاندې د دولتي ادارو کارکوونکي په یوه وخت کې په دوو ځایونو کې رسمي دندې نه شي ترسره کولای.

دغه حکم چې د ۱۴۰۲ هجري لمريز کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه اعلان او د طالبانو د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شو و، اوس یو ځل بیا د خلکو د معلوماتو لپاره خپور شوى دى.

د دغه حکم له مخې، د طالبانو تر ادارې لاندې د دفترونو ټول کارکوونکي، لوړ پوړي او ټيټ پوړي مامورین که په یوه وخت کې په دوو رسمي پوستونو کې کار کوي، مکلف دي چې له دوو دندو څخه یوه یې پرېږدي.

د دغه فرمان په متن کې راغلي: «هیڅوک که ټیټ رتبه وي او که لوړ رتبه وي، نه شي کولای په دوو رسمي پوسټونو کې په یوه وخت دنده ترسره کړي. نو هغه کسان چې په دوو ځايونو کې دندې لري مکلف دي چې يوه يې پرېږدي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو ډېری ګمارنې له یوه مقام څخه بل ته په تګ پورې محدودې شوې دي. پر دې سربیره په یو وخت کې د طالبانو د ځینو غړو لخوا د دوو دندو د ترسره کولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.