افغانستان

د مسلمانانو د نړيوال اتحاد سرمنشي: د نجونو د زده کړو حرام ګڼل «ستره ګناه» ده

د نړۍ د اسلامي هېوادونو نړيوال اتحاد سرمنشي او د مسلمانو علماوو د سازمان مشر محمد العیسی

د نړۍ د اسلامي هېوادونو نړيوال اتحاد سرمنشي او د مسلمانو علماوو د سازمان مشر محمد العیسی په پاکستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو وویل: چې « د حلالو حرام ګڼل تر ټولو ستره ګناه ده.»

هغه په ​​دې غونډه کې وويل:«د نجونو او ښځو د زده کړو له حق څخه انکار – هغه که په کلي توګه وي او که جزوي- او بيا يې اسلام او شريعت ته منسوبول ناسم کار دى.»

د مسلمانانو د نړيوال اتحاد سرمنشي او د اسلامي علماوو د سازمان مشر طالبانو ته په اشارتا ویلي چې خپل نظر او پرېکړه دې پر دین پورې ته تپي.

ښاغلی العیسی وايي: «هر فرد یا اداره که عامه وي او که خصوصي، باید په دې برخه کې ډېر احتیاط وکړي، څو د ښځو د زده کړو حقونو په اړه د امت د علماوو د متفقې اجماع له مخې خپلې نیمګړتیاوې پر دین پورې ونه تپي.»

هغه وايي چې اسلام «په کلکه» له زده کړو د ښځو محرومیت که په هر عمر او کچه کې وي، که جزوي یا بشپړ وي، ردوي.

محمد العیسی په دې غونډه کې زیاته کړه چې له بې عدالتۍ بله لویه سرغړونه نشته.

ښاغلي العیسی همداراز د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ته په اشارې سره، په کلکه طالبانو مسٶل وبلل او ویې ویل: «یو محتاط سخص باید د شیانو په بېړه منع او یا ردولو سره ځان له مسؤلیت څخه خلاص نه کړي.»

هغه وايي هر هغه څوک چې د «اسلامي شریعت د پراختیا او اسانتیا» په اړه سختدريځه وي، د «افراطي» نظرونو په جال کې راځي لکه د نارینه وو لخوا ښځو ته د طبي خدماتو د وړاندې کولو منع او داسې نور.

د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې سرمنشي زیاتوي چې د سرمشریزې اعلامیه به د نجونو د زده کړو په برخه کې د اسلامي هېوادونو او مسلمانو علماوو «قوي او اغېزمن تعهد» روښانه کړي.

په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو متمرکزه وه، چې له پرون (شنبه، مرغومي ۲۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې چې ټاکل شوې نن د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېږي، د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د اسلامي نړۍ علما او د نړیوالو اسلامي سازمانونو څه باندې ۲۰ کسانو ګډون کړى دى.

د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د ښوونځيو دروازې تر شپږم ټولګي پورته او د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي. که څه هم د طالبانو دغه اقدام تر «امرثاني» پورې بلل شوی دی؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره طالبانو نه یوازې دا چې خپله تګلاره نه ده بدله کړې؛ بلکې نور شدت یې هم ورکړى دى.

په تېره یوه میاشت کې طالبانو همداراز د هېواد په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه. داسې دوام چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې طالبانو ښځې او نجونې پارکونو ته له تللو، حمامونو، د سينګارتونونو، له محرم پرته له تګ، په لوړ غږ له کار کولو منع کړي دي.

د طالبانو دغو محدودیتونو او بندیزونو پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. تر دې حده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تګلارې په نولسمه لسیزه کې د دوى د واک پخوانۍ دورې سياستونو سره ورته بللي دي.