د ایلان ماسک د پوښتنې په ځواب کې د امریکا د کانګرېس غړي تيم بورچيټ تایید کړې چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته لېږدول کېږي. هغه همداراز خبرداری ورکړى چې « راتلونکي ترهګریز برید به د ١٠٠ سلنه د امریکا د خلکو د مالیاتو لخوا تمويل شي».
ایلان ماسک، د ټيسلا او اېکس ټولنیزې شبکې څښتن او د ډونلډ ټرمپ ملاتړی، د ښاغلي بورچيټ رسمي لیک په ځواب کې پر اېکس کې يوه پوښتنه کړې: «آيا موږ په رښتيا هم د متحده ایالاتو مالیه ورکونکو پیسې طالبانو ته لېږو؟»
ټرمپ ته د بورچيټ رسمي لیک
په کانګرېس کې د ټینسي ایالت استازي تيم بورچیټ تر دې مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په یوه رسمي لیک کې له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو مالي مرستو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. هغه له نوي حکومت څخه وغوښتل چې طالبانو ته د مالياتي سرچينو د انتقال مخه ونيسي.
په دغه لیک کې بورچيټ د هغو راپورونو په استناد چې د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال یې طالبانو ته پیسې لېږدولې، د روڼتیا پر اړتیا او د دې پروسې پر بندولو باندې ټینګار کړی دی.
نوموړي په دغه لیک کې د افغانستان مرکزي بانک ته چې اوس د طالبانو په واک کې دی، د نغدو پیسو د لېږد په اړه همداراز خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د افغانستان مرکزي بانک په ټوله نړۍ کې د ترهګرو بریدونه د پلانولو لپاره د طالبانو د تمویل یوه سرچینه ده.»
د بورجیټ څرګندونې د امریکا د قانون جوړونکو ترمنځ د دې احتمال په اړه پراخې اندېښنې څرګندوي چې طالبان د نړیوالو مالي مرستو څخه د پوځي او ترهګریزو موخو لپاره کار اخلي.
که څه هم د امریکا حکومت طالبانو ته د مستقیمو مرستو استولو څخه انکار کړى دى؛ خو افغانستان ته د بشري مرستو د مدیریت د څرنګوالي او د غیر دولتي سازمانونو د رول په اړه بحثونه دوام لري.