افغانستان

د پاکستان ځانګړى استازى د دوه اړخېزو همکاريو د پياوړتيا په موخه د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغى

محمد صادق د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استاری

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، چې نوموړی د دغه هېواد د یوه پلاوي په مشرۍ پرون (دوشنبه، د مرغومي ۳مه) ناوخته کابل ته راغی.

هغه پر اېکس لیکلي: «موږ د افغانستان د موقتو وزیرانو (طالب وزیرانو) سره په بېلابېلو برخو کې د متقابلو ګټورو همکاریو د پیاوړتیا په موخه معنالرونکو ليدنو ته سترګې په لار یو.»

ښاغلي صادق د دغه سفر یوه بله موخه د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ د «وروڼو د اړیکو» پراختیا یاده کړه.

دا د اسلام آباد او طالبانو تر منځ د اړیکو له ترينګلتيا وروسته د یوه پاکستاني پلاوي لومړی سفر دی.

د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو خړپړتیا

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د فعالیتونو او بریدونو پراخېدل د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا یو له مهمو عواملو څخه دی.

د پاکستان د لومړي وزیر او دفاع وزیر په ګډون پاکستاني چارواکو له دې مخکې ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان خوندي پټنځایونه لري او هغوی د طالبانو په ملاتړ هلته خپل بریدونه تنظیموي.

خو طالبانو پخوا د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې دي، چې دوی له دې ډلې ملاتړ نه کوي او په پاکستان کې د تاوتریخوالي وروستي زیاتوالی پخپله د دغه هېواد «کورنۍ مسٸله» ده.