افغانستان

ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویجاړې شوې برخې بیا رغوي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هغه برخې بیا ورغوي چې زیانمنې شوې دي.

ښاغلي ټرمپ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو وروسته په خپله لومړنۍ لویه جلسه کې ټینګار وکړ چې د امریکا د بیا جوړ شوي پوځ یوه لویه برخه افغانستان ته ورکړل شوې او اوس دغه برخې خرابې شوې دي.

د امریکا منتخب ولسمشر په دې وینا کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل یوه «وېروونکې ننداره» وبلله او ویې ویل چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي.

د يادولو وړ ده، چې دغه غونډه پرون (یکشنبه، د مرغومي دویمه) د امریکا په فونیکس ښار کې جوړه شوې وه.

ټرمپ په دې غونډه کې وویل: «ما خپل ټول پوځ بیا داسې کچې ته جوړ کړ چې پخوا نه و، له بده مرغه یوه لویه برخه یې افغانستان ته ورکړه. ایا تاسو په دې باور یاست؟ څومره وحشتناکه خبره ده؛ خو موږ به د خپل پوځ هغه برخې بیا رغوو چې خرابې شوې دي. برسیره پردې موږ ډیر څه له لاسه ورکړل. تاسو پوهیږئ چې وروستی ځل چې زه راغلی وم، موږ مهمات نه درلودل. ایا تاسو باور کولی شئ؟»

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر په دې وینا کې، د جنګونو د سمبالولو یادونه وکړه چې باید نه وى پېښ شوي. د جګړې د هېوادونو په لېست کې د روسيې، اوکراين او اسراٸيلو ترڅنګ د افغانستان نوم هم راغلی او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې يې له افغانستانه د امريکا وتل د يوې «وېروونکې نندارې» په توګه ياد کړي دي.

ښاغلی ټونلډ ټرمپ وايي:«يا به مو هیڅکله د افغانستان وېروونکې ننداره نه وه لیدلې. هغه وحشتناکه، هغه وېروونکې، په هغه ډول چې موږ ووتلو، د میلیاردونو ډالرو تجهیزات مو شاته پریښودل او ۱۳ سرتیري مو له لاسه ورکړل. هیچا هم د هغې یادونه ونه کړه خو زه یې یادوم ځکه زه ورسره مینه لرم. او اوس هغوی ټول ننداره کوي، هغه ۴۸ سرتیري چې ډیر سخت ټپیان شول.»

که څه هم ډونالډ ټرمپ تر اوسه د افغانستان په اړه کومه تګلاره او له طالبانو سره د امریکا د چلند څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی؛ خو له طالبانو سره یې د دوحې هغه تړون لغوه اعلان کړ، چې د ده پخوانۍ ادارې لاسلیک کړی وو.

شاه محمود میاخېل د افغانستان د تېر حکومت د دفاع وزارت مرستیال وايي:« هغه مرستې چې په پټه یا په ښکاره له طالبانو او یا افغانانو سره شوې وي، کېدی شي پر هغې بندیز ولګول شي. دویمه مسله دا ده چې له طالبانو سره ښې اړیکې نه لري، خو دا چې کوم بدلونونه به راشي، په سیمه ییزو او نړیوالو پېښو پورې اړه لري.»

تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې د مراسمو په ورځ باید د هغو امریکايي پوځي چارواکو استعفا د ده پر مېز وي چې له افغانستانه د وتلو په قضیه کې ښکېل دي.
د لوړې مراسمو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده.
په همدې حال، وبه لیدل شي چې افغانستان او طالبانو ته به د ټرمپ نظر څه ډول وي.