طالبانو د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې یوه ښځه د «کور څخه دتېښتې» په تور په درو ووهله.
د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه ښځه «۳۹ درې» وهلې او په یو کال بند يې محکومه کړې ده.
د طالبانو د سترې محکمې په وين د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه ښځه «۳۹ درې» وهلې او په یو کال بند يې محکومه کړې ده.
د دغې ښځې د مجازات کولو پر مهال د طالبانو سيمه ييزو قضايي چارواکو، د هغوى د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او عامو خلکو هم حضور درلود.
د يادولو وړ ده، چې طالبانو دغه ښځه د سترې محکمې له تایید وروسته په عام محضر کې په درو وهلې ده.
په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو له خوا په درو د وهل شویو کسانو شمېر
د آمو د راټولو شويو شمېرو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې طالبانو د دغې مېرمنې په ګډون ۱۵۴ کسان چې ۲۳ يې ښځې وې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.
په همدې حال کې د طالبانو لخوا پر خلکو د دا ډول مجازاتو پلي کول له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو دغه کړنې له بشري حقونو او انساني کرامت څخه ښکاره سرغړونه بللې او د ژر تر ژره د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو ټینګار کړی چې په عام محضر کې په درو وهل او نور جسمي مجازات د بشري حقونو د نړیوالو اصولو د سرغړونې سربېره د قربانیانو او سیمه ییزو ټولنو لپاره پراخې رواني او ټولنیزې پایلې لري.
دغو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو لا زیات فشار راوړي، څو د دغو کړنو مخه ونیسي او په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.