د برېټانيا د پوځ پخوانی قوماندان ریچارډ کامپ وایي، داسې «هیڅ شواهد نشته» چې د امریکا پوځي مشرانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال په قصدي ډول د خپل هېواد د ګټو خلاف عمل کړی وي.
هغه له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل: «حقیقت دا دی چې د دې عملیاتو په ترسره کولو کې د پوځي پرسونل لخوا ډېری تېروتنې شوي. خو دا تېروتنې د متحده ایالاتو د ګټو پر وړاندې د قصدي اقدام په توګه نشي تعبیر کېدای.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې مخکې اېن بي سي نیوز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په ایستلو کې د ښکېلو امریکايي پوځیانو د محاکمه کولو په لټه کې دی او د هغه د لېږد ټیم د دغو افسرانو، پخوانیو او اوسنیو امریکایی جنرالانو او سرتېرو څخه یو لېست چمتو کوي.
ریچارډ کامپ وايي:«دا پېښه (ناورين زيږونکي وتل) د جو بایډن د ادارې د ځینو پالیسیو مستقیمه پایله ده او هغه ننګونې په ګوته کوي چې د دې ادارې په ستراتیژیکو پرېکړو کې يې شتون درلود.»
له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل، چې په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ دي، اوس هم د امریکا په سیاست کې یوه له جنجالي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
په امریکا او نړۍ کې یو شمېر شنونکو او کارپوهانو دغه وتل د «ناورین» په توګه يادوي.