د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د چاودنې له امله درې کورونه ويجاړ شوي دي.
په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومنداني په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د هغو ۲۲ راکټونو له امله شوې چې په یوه کور کې په پټه ساتل شوي وو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پېښه د مهماتو ډېپو ته څېرمه د ګازډبې تر چاودنې وروسته رامنځته شوه.
طالبان وايي چې مرګ-ژوبله نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اګسټ په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې د جګړې اړوند چاودېدونکي توکي هره میاشت په ټول هېواد کې ۱۱۰ کسان وژني.
د اوچا په راپور کې ویل شوي، تېر کال د دا ډول پېښو ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو.
د ياد راپور له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې ۴۵ زره کسان د ځمکنيو ماينونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل شوي دي.