په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر ایبک عثمانوف د سه شنبې په ورځ خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته وسپاره.
د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې امیرخان متقي په دې کتنه کې له نوي سفیر سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او له ازبکستانه یې وغوښتل چې د نوي سفیر په معرفي کولو سره په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق په برخه کې اغېزمن ګامونه واخلي.
د دې خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان سفیر همداراز ویلي چې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي چې د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې پیاوړې کړي.
له رسميت پېژندلو پرته نږدې اړيکې
ازبکستان د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له خوا د کابل له بیا نیولو وروسته یې له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ټینګې کړې دي؛ خو د نورو هېوادونو په څېر ازبكستان هم تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
د روان کال د تلې په میاشت کې ازبکستان عبدالغفار بحر په تاشکند کې د طالبانو د سفیر په توګه مانه.
دا مهال د هند په ممبۍ ښار کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ په ګډون ۴۰ افغان سفارتونه، کونسلي او دیپلوماتیک ماموریتونه یا د طالبانو تر ادارې لاندې دي او یا هم د دوی له خوا اداره کېږي.
د طالبانو د واکمنۍ له راتګ څخه څه دپاسه درې کاله تېر شول، هېڅ هېواد او یا نړیوال سازمان د دوی واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.
نړیوالې ټولنې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره له ترهګرۍ سره پر مبارزې، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو، د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته په درناوي ټینګار کړی دی.