افغانستان

پاکستان او ایران په یوه اوونۍ کې څه باندې ۱۲۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي دي

د هغو شمېرو له مخې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د راپورنو له مخې راټولې شوې دي، پاکستان او ايران په تېره يوه اوونۍ کې (د لړم له ١٨مې نېټې څخه تر ٢۵مې نېټې پورې) يو زرو ٢٠٨ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

د دې شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه اوونۍ کې ايران ۸۹۱ او پاکستان ۳۱۷ کډوالې کورنۍ په زور او په خپله خوښه ایستلې دي.

په همدې حال کې، د تورخم له لارې ۱۴۵ کورنۍ او د سپین بولدک له لارې ۱۷۲ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

په ورته وخت کې د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې ۳۳۷ کورنۍ او همدارنګه د اسلام کلا له پولې ۵۵۴ نورې کډوالې کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان یوه اوونۍ وړاندې (د لړم له ۱۱مې تر ۱۸مې) يو زرو ۲۳۹ افغان کډوالې کورنۍ اېستلې دي.

د دې شمېرو له مخې تېره اوونۍ ایران ۹۴۲ او پاکستان ۲۹۷ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول له هېواده وایستلې.

له دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو اتباعو او کډوالو د مرکز مشر نادریار احمدي ویلي وو چې له خپل هېواده د «غیر قانوني» اتباعو ایستل د روان کال د ایران له مهمو پروګرامونو او سیاستونو څخه دي.

د هغه په ​​وينا، د دوغارون پوله د دغه هېواد تر ټولو مهمه ختيځه پوله ده چې له دې لارې ډېرى افغان کډوال هېواد ته ستنول کېږي.

په ورته وخت کې، پاکستان د افغان کډوالو د «جبري» اخراج بهیر ته دوام ورکړی دی.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان او ايران کې مېشت يو شمېر کډوال هم د دغو دواړو هېوادونو د پوليسو له خوا د «ناسم، غير انساني چلند او د بشري حقونو له ارزښتونو د سرغړونو» شکايت کوي.