سویلي آسیا

په پاکستان کې د یوه وسله وال برید په پایله کې یو پولیس ووژل شو

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسله والو بریدګرو د برید په پایله کې یو سرتېری وژل شوی دی.

دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم درېیمه) د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې لږ تر لږه شپږو وسله والو بریدګرو له درېیو موټرو سره د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ او شاوخوا شل دقیقې یې جګړه وکړه.

د پاکستان د پولیسو چارواکو رسنیو ته تایید کړې، چې د دغه برید بریدګر د یوه پولیس له وژلو وروسته په تېښته بریالي شوي دي.