افغانستان

 له انځور اخيستنې د نديم ممانعت: خبریالان وايي چې دوی په «ډیر بد» کاري وضعيت کې دي

د خوست ولایت په یوې غونډې کې له انځور اخيستنې څخه د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم ممانعت له غبرګونونه سره مخ شوی دی، خبریالان وایي چې دوی «ډېر بد کاري وضعيت» سره مخ دي.

ندا محمد ندیم چې د طالبانو مشر ته له نږدې کسانو څخه دی، خوست ته د سفر پر مهال او د شیخ زاید پوهنتون په یوه غونډه کې یې د ګډون په ترڅ کې د دغه ولایت د خبریالانو لپاره د کار نوې صفحه پرانیستله.

هغه خبريالان چې په شيخ زايد پوهنتون کې په دې غونډه کې حاضر وو وايي چې ښاغلي نديم د عکسونو له اخيستلو د مخنيوي وروسته خبريالانو ته خبرداری ورکړ چې د ژونديو د عکسونو اخيستل ګناه ده او بايد دا کار دوام ونه کړي.

په خوست کې يو خبريال چې نه يې غوښتل د امنيتي دلايلو له مخې په راپور کې يې نوم واخيستل شي وويل: «د يوه ژوندي کس عکس اخيستل ګناه ده، بايد داسې ونه شي.هغه پر همدې مسايلو ټينګار وکړ چې دا ګناه ده او بايد ونه شي. او دې کار موږ ډیر خواشینی کړو ځکه چې د ګناه اساس څه دی، داسې صحنه چې په راپور کې انځورولو ته اړتیا ولري، څنګه یې منعکس کړو.»

په خوست ولايت کې د لسو انځوريزو رسنيو په منځ کې د طالبانو له بيا رامنځته کېدو وروسته، درېيو يې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړى.

تر دې مخکې طالبانو په تخار او کندهار کې له ژوندیو موجوداتو پر فلم اخيستلو بندیز لګولی و او کله چې دغه فرمان پلي شو، د تخار د ملي راډیو او ټلویزیون په ګډون درېیو انځوريزو رسنیو خپل فعالیت بند کړ. د دغه حکم له پلي کېدو وروسته په کندهار کې د ملي ټلوېزيون فعاليت هم ودرول شو.

 د دغه محدودیتونو وروسته د ۱۴۰۳کال د وږي ١٣مه  په کندهار کې  ملي راډیو ټلويزيون او د همدغه کال د تلې مياشتې په ٢٣مه په تخار ملي راډیو ټلوېزیون وتړل شول.

تر دې مخکې هم ځینو سرچینو په ميدان وردګو کې د ژونديو موجوداتو د فلم اخيستلو د منع په اړه آمو ته خبر ورکړی و.

له آمو سره په ټليفوني اړيکه کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ژونديو موجوداتو د عکس اخيستلو د بنديز د فرمان د عملي کېدو خبره کوي او وايي چې دغه فرمان به په تدريجي ډول په ټولو ولايتونو کې عملي شي.

په تخار ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت ویلي دي: «دولتي رسنیو ته لارښوونه شوې چې د ژونديو موجوداتو عکسونه دې نه خپروي او البته چې دا وزارت په تدریجي ډول د قانون د احکامو د پلي کولو لپاره کار کوي، نه په زور.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت هم په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د ژوندیوموجوداتو د عکسونو او ویډیوګانو د اخیستلو د مخنیوي لپاره تبلیغاتي کمپاین پیل کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر  وزارت ویاند محمد یحیی عارف مفتي وویل: « د خرو، سپیو، زمریانو او مرغانو په ګډون د ټولو ژوندیو موجوداتو عکس اخیستل حرام دي. دا انځورونه باید ونه پلورل شي، خرڅ نشي او یا په کورونو کې ونه ساتل شي کله چې واکمن اعلان وکړي چې انځورونه منع دي، دا شخصي نظر نه دی. بلکه دا د شریعت او د خداى د رسول حکم دی.»

د طالبانو د امر بالمعروف او نهى عن المنکر قانون د ۱۷ مادې پر بنسټ، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان موندنې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ۵۴۷ رسنیو ترمنځ، ۸۰ ټلویزیوني شبکې، ۱۳۷ راډیوګانو او ۱۳خبري اژانسونه له فعاليته پاتې دي.