افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۱۴۰ کډوالې کورنۍ ايستلي

عکس از آرشیف

په یوه ورځ کې نږدې ۱۴۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس په يوه راپور کې ويلي، چې پرون (د تلې ١٥مه) له ايران او پاکستان څخه ١٣٨ کډوالې کورنۍ په «جبري او اختياري»ډول ايستل شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۱۱ کورنۍ د تورخم له لارې او ۳۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوي دي.

په همدې حال کې د دغه راپور له مخې، ۶۰ کورنۍ د نيمروز پل ابرېشم او همدارنګه ۳۷ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له پولې هېواد ته داخلې شوې دي.

 د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.

دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.

له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې همداراز ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.