په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې پرون (سه شنبه د تلې ۱۰مه) له ایران او پاکستان څخه د هېواد ۳۱۹ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري توګه ویستل شوې دي.
د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له پولو څخه هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۲۴ کورنۍ د تورخم له لارې او ۳۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له پولې څخه ۱۲۱ کورنۍ او همدارنګه د اسلام قلعه له پولې ۱۴۲ نورې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بیکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.
دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.
له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.