ستاسو نظر

 د حسن نصرالله د وژنې پایلې: منځنی ختیځ د نویو پرمختګونو په درشل کې

د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۷ مه په بیروت کې د اسراٸیلو په بریدونو کې د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژل کېدل د منځني ختیځ پر سیمه پراخې او پېچلې اغېزې لرلی شي.

حزب الله په ټولیزه توګه د لبنان او په منځني ختیځ کې په سیاسي او نظامي مسایلو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه، په سیمه ییزو شخړو کې په ځانګړې توګه د اسراییل، سوریې، یمن او ایران په تړاو مهم رول لوبوي.

حسن نصرالله له ۱۹۹۲ کال راهیسې په لبنان کې د حزب الله د درېیم مشر په توګه کار کاوه. په ایران کې د دیني زده کړو د یوې لنډې مودې له تېرولو وروسته په ۱۹۹۲ کال کې د سید عباس موسوي له وژل کېدو وروسته لبنان ته راستون شو او د حزب الله مشري یې پر غاړه واخیسته. د حزب الله ډلې د هغه د مشرتابه پر مهال د اوږد واټن توغندي ترلاسه کړل چې د اسراییلو شمالي سیمو ته یې د برید زمينه برابروله.

په جنوبي لبنان کې د ۱۸ کلن حضور په ترڅ کې اسرائیلو ته درانه زیانونه اوښتي او په ۲۰۰۰ کال کې له دې سیمې څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته اړ شول.

دې بریا په سیمه کې د حزب الله محبوبیت په پام وړ کچه زیات کړ او د لبنان او منځني ختیځ په کورني سیاست کې یې د نصرالله مقام پیاوړی کړ. د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۷ مه د اسرائیلو د پوځ ویاند اعلان وکړ چې د اسرائیلو هوايي ځواک د نصرالله د وژلو په هدف په بیروت کې د حزب الله پر مرکز برید وکړ. لږ وروسته، آرت تایید کړه چې حسن نصرالله په برید کې وژل شوی دی. د حسن نصرالله وژل کېدل په منځني ختیځ کې د شخړو او بې ثباتۍ د زیاتېدو لامل کېدای شي او په سیمه کې د قدرت پر انډول اغېزه کولی شي.

په سیمه کې د حسن نصرالله د مړینې احتمالي پایلې کېدای شي په لاندې ډول وي:

له اسراٸیلو سره د ایران او حزب الله ترمنځ کړکېچ زیاتېدل

حسن نصرالله د اسراٸيلو پر وړاندې د مقاومت سمبول ګڼل کېږي او د هغه وژل کېدل ښايي له اسراييلو سره د حزب الله او ايران تر منځ ترينګلتيا زياته کړي. ځکه حزب الله او ایران په وار وار له اسرائیلو سره د لانجو د هواري په اړه خبرې کړي دي. دا جوړجاړی ممکن د سیمه يیزو جګړو او شخړو د زیاتېدو لامل شي.

لکه څنګه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې «هر څوک په سیمه کې د پراخې جګړې د خطر په اړه پوهېږي او اندېښمن دي. دا د سیمې لپاره لوی ګواښ دی. موږ واقعا د ګواښ په حالت کې یو. د سیمه او د سیمې هېوادونه باید په دې پوه شي چې وضعیت ډېر جدي دی او په هر وخت کې هر ډول پېښې احتمال شته».

له بلې خوا حزب الله پر اسرائیلو د توغندیو او پوځي بریدونو توان لري، چې په سیمه کې پراخې جګړې رامنځته کولای شي. د په مقابل کې، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګروملتونو د عمومي شورا په کلنۍ غونډه کې په ښکاره او ګواښونکي لهجه اعلان وکړ چې که ایران پر اسراییلو برید وکړي نو په ایران کې هیڅ ځای نشته چې د اسراییلو د لاسرسي نه بهر وي.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې دغه خبرداری یوازې په ایران پورې محدود نه دی بلکې ټول منځنی ختیځ پکې شامل دی. دا څرګندونې کولی شي سیمه له کړکېچ، جګړې او تاوتریخوالي ډک نوي برخلیک ته ورسوي. د منځني ختیځ په یوه حساسه او کړکېچنه سیمه کې د هېوادونو د مشرانو له خوا عامه ګواښونه کولای شي د کړکېچ د زیاتېدو لامل شي او د پراخو پوځي شخړو بنسټ باندې بدل شي.

د نویو اتحادونو جوړول او د زړو اتحادونه پیاوړي کول

د اسراییلو او ایران ترمنځ تاوتریخوالی کولی شي په منځني ختیځ کې د نویو ایتلافونو د جوړولو او یا د پخوانيو اتحاديو د پیاوړتیا لامل شي. دا حالت د سیمې په جیو پولیټیکل معادلو باندې د پام وړ اغېزې لري او کېدای شي د سیمې د هېوادونو او آن د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو او پوځي اړیکو د بیا تنظيم لامل شي.

ایران ممکن د سیمه ييزو ملېشو ډلو لکه په لبنان کې حزب الله، حماس او په عراق او یمن کې د شیعه ډلو سره د خپل اتحاد د ټینګولو هڅه وکړي. دا اتحاد به د اسراییلو او د هغه د متحدینو د نفوذ د مخنیوي په لټه کې وي. سربېره پردې، کړکېچ ممکن د سوریې له حکومت سره د ایران د ستراتیژیک اتحاد د پیاوړتیا لامل شي. ایران له ډېرې مودې راهیسې د بشارالاسد د حکومت له مهمو ملاتړو څخه دی او له اسرائیلو سره د کړکېچ زیاتېدل د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا لامل کېدای شي. د ایران او اسراٸیلو ترمنځ جنجال او له اسراییلو د ځینو لوېدیځو هیوادونو ملاتړ ته په پام سره ایران ممکن د نړۍ له قدرتونو لکه روسیې او چین سره د خپلو اړیکو د پراخولو هڅه وکړي. دغه دوه هېوادونه کولای شي له ایران سره د اقتصادي، سیاسي او پوځي ملاتړ له لارې د نړیوالو فشارونو په وړاندې مقاومت وکړي.

په ورته وخت کې پر ایران د بندیزونو د فشار ترڅنګ له اسرائیلو د امریکا ملاتړ هم کولای شي چې د دغو کړکېچونو شدت لاپسې زیات کړي او د سیمې هېوادونه له یو بل سره د لا زیاتې ملګرتیا پر لور بوځي.

د نيابتي شخړو پراختيا  او استخباراتي، امنیتي او نظامي همکاریو زياتېدل

د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ ښايي په سیمه کې د نیابتي جګړو د زیاتېدو لامل شي. دا شخړې د لبنان، سوریې، عراق او یمن په څېر هېوادونو کې وده کولی شي، چې د ایران او اسراییل سره تړلې ډلې ممکن یو له بل سره پنې ټکر وکړي. سربېره پر دې، دې ته په پام سره چې ډیری عربي هېوادونه، په ځانګړې توګه د فارس خلیج، ایران یو ګواښ ګڼي، ممکن له اسرائیلو سره په استخباراتي، امنیتي او آن پوځي برخو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړي. ځینې ​​هیوادونه ممکن د سیمه ييزو دفاعي تړونونو سره یو ځای شي یا د ایران یا اسراٸیلو لخوا د نظامي ګواښونو د زیاتوالي له امله موجوده تړونونه پیاوړي کړي. د بېلګې په توګه، د ایران د ګواښونو پر وړاندې د فارس خلیج هېوادونو او امریکا ترمنځ پوځي همکارۍ زیاتېدای شي.

په پایله کې، د نصرالله وژل کیدل د پوځي شخړو د زیاتېدو او د حزب الله، ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو لامل کیدای شي. حزب الله ښايي له اسراییلو د غچ اخیستو لپاره غچ اخیستونکي بریدونه وکړي، چې په سیمه کې د جګړې نوې جبهې پرانیزي.

دا حالت کولی شي ټول منځنی ختیځ د لا زیات کړکېچ او بې ثباتۍ لامل شي. د پایلې په توګه، د سیمې هیوادونه ممکن د متقابل ګواښونو سره د مقابلې لپاره نوي اتحادونه رامنځته کړي. د بېلګې په توګه له ځينو عربي هېوادونو سره چې له ايران سره سيالي کوي، د اسرائيلو پوځي او امنيتي اړيکې ټينګې شي. له بلې خوا ښايي ايران هم په لبنان، سوريه، عراق او يمن کې له مقاومتي ډلو او شيعه ملېشو سره خپل زوړ اتحاد پياوړی کړي.

دا وسله والې ډلې به په پوځي عملیاتو او یرغلیزو بریدونو کې ښکېلې وي، چې کولی شي د منځني ختیځ پراخې سیمې بې ثباته کړي.

پر دې سربېره ښايي د اسراييلو او ځينو عربي هېوادونو تر منځ استخباراتي او امنيتي همکاري په ځانګړې توګه له ايران سره دښمني زياته شي. همدا راز د دې امکان شته چې د ایران او حزب الله له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د دغو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري لا پیاوړې شي. له بلې خوا ایران هم ښايي د خپل ځواک د ټینګولو لپاره له روسیې او چین سره سیاسي، اقتصادي او پوځي همکارۍ زیاتې کړي.

تواب دانش د عمومي اساسي حقوقو څېړونکی او د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک – کارنل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي پروفیسور دی.

 د آمو وېبپاڼې د نظر په برخه کې د خپرو شویو مقالو د منځپانګې مسٶلیت د لیکوالانو پر غاړه دي.