په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه وېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس په يوه راپور کې ويلي دي چې پرون (سه شنبه، د تلې ٣مه) له ايران او پاکستان څخه ٣٠٤ کډوالې کورنۍ شړل شوې دي.
د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو څخه هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۲۷ کورنۍ د تورخم او ۴۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور له مخې، ۱۰۴ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې او دغه راز د هرات د اسلام کلا له پولې ۱۳۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې، دآمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بیکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هېواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.
دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.
له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.