په داسې حال کې چې د طالبانو نوی توشيح شوی قانون له سختو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوی، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده وايي، د ښځو مخونه «فتنه» دي او باید پټ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد يو شمېر سني عالمان وايي، چې په حنفي مذهب کې د ښځو مخونه، لاسونه تر مړوندو، او پښې تر ګيټو پورې د ښځو له عورت برخه نه دي او دا د اسلام او حنفي مذهب څخه يو فراطي نظر دی.
د طالبانو مشر په کندوز ولایت کې له خپلو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې له دې وروسته به په افغانستان کې «شرعيت په بشپړه توګه» نافذ شي.
طالبانو په خپل نوي قانون کې چې د « امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرليک لاندې يې جوړ کړی، د ښځو مخ او غږ يې عورت بللی دی او په عامه ځایونو کې چې نارينه پکې موجود وي د ښځو د مخ لیدل او د غږ اوریدل حرام ګرځولي دي.
د طالبانو دغه قانون له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې دغه قانون د ښځو پر وړاندې د کرکې پاڼې بللې دي.
له بلې خوا، په کندز کې په دې غونډه کې د طالبانو مشر د عامو خلکو او د طالبانو د غړو د«پنځه وخته په جماعت» د لمانځه پر نه ادا کولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې عام خلک په سمه توګه لمونځ نه ادا کوي او په شرایطو او اصولو يې نه پوهیږي.
په همدې حال کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د مشر دغه څرګندونې دوی ته سپکاوی ګڼي او وايي چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې مسلمانان وو او لمونځونه یې په سمه توګه ادا کول.
که څه هم د طالبانو د مشر د دې وینا دقیق وخت نه دی معلوم. خو د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ پرون ماښام (سه شنبه د تلې ۳مه) پر خپله یوټیوب پاڼه د دغې غونډې غږیز غږ خپور کړ.