Uncategorized @ps

طالبان يو ځل بيا د ټاپي پروژې پرانسته کوي

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او د پاکستان او هند د لوړپوړو چارواکو له خوا پرانیستل شوه. خو ټاکل شوې چې طالبان نن (چهارشنبه، د وږي ۲۱مه) يو ځل بيا د دې پروژې پرانسته وکړي.

د طالبانو رٸيس الوزرا محمد حسن آخند هم د یوه پلاوي په مشرۍ په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ته تللی او ټاکل شوې ده ترکمنستان ته هم سفر وکړي.

طالبانو په هرات ولایت کې د دې پروژې د «بیا پرانیستلو» په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاپي پروژې د غړو هېوادونو مشرانو د جمعې په ورځ ماسپښين (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲۳) په هرات کې په افغانستان کې دننه دا پروژه پرانیستله.

په دې مراسمو کې د افغانستان پخواني ولسمشر په ګډون د ترکمنستان ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف، د پاکستان پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر مبشر جاوید اکبر ګډون کړی و.

د يادولو وړ ده، چې ټاپي یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده چې په پلي کولو به يې د منځنۍ اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکمنستان څخه  د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز ولېږدوي.