افغانستان

 د صمیم فرامز او رامز احمدي له وژل کېدو شپږ کاله وروسته

شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ، د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز او د طلوع ټلویزیون انځور اخيستونکى رامز احمدي په کابل کې په یوه چاودنه کې ووژل شول.

صمیم او رامز د کابل په دشت برچې کې د میوند سپورټي کلب مخې ته د چاودنې خبري پوښښ پرمهال ووژل شول.

هغه کسان چې د چاودنې د خبري پوښښ لپاره د پېښې ځای ته ورغلي وو، خو خپله په دویمه چاودنه کې د هغوى وژل کېدل د رسنيو سرټکى شو.

صمیم فرامرز په ١٣٨٨لمريز کال کې د افغان – ترک له لېسې فارغ او لوړې زده کړې یې په قزاقستان کې بشپړې کړې.