د پاکستان لړمړي وزير شهباز شریف وايي، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د دغه هېواد پر ضد خپل بریدونه تنظیموي.
که څه هم طالبانو په افغانستان کې د دوی تر واک لاندې د ټي ټي پي شتون رد کړی او ویلي یې دي چې دوی له دغې ډلې ملاتړ نه کوي.
خو شهباز شریف د پاکستان د کابینې یوې غونډې ته وویل چې «له افغانستان څخه د ټي ټي پي د وسله والو بریدونو پلانېدل اوس له چا پټ راز نه دی.»
هغه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالاتو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، «د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نشته. اوس يې د پای ته رسولو وخت رارسېدلى دى. موږ به هغوی ته هر ډول سرچينې چمتو کړو چې پوځ ورته اړتیا لري.»
تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې وسله والو د دوشنبې په ورځ په بلوچستان ایالت کې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹ مسافر په ډزو وژلي دي.
دا په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د حکومت ضد وسله والو تر ټولو لوی بریدونه وو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا دغه برید غندلی او عاملین یې ترهګر بللي او ویلي یې دي، چې د ترهګرو پر وړاندې به جګړه تر هغه دوام وکړي تر څو له هېواده په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي بریدونو ته په اشارې سره پر طالبانو غږ کړی چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.