افغانستان

ټرمپ: طالبان ډېر ښه جنګیالي دي

د امریکا پخوانی ولسمشر او د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، طالبان ډېر ښه جنګیالي دي او د عبدالغني برادر او طالبانو د همکارۍ ستاینه یې وکړه چې د دوحې له خبرو وروسته یې په ۱۸ میاشتو کې پر امریکايي پوځیانو بریدونه نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له امریکا سره د خبرو له پیل راهیسې په تېرو ۱۸ میاشتو کې په ټول هېواد کې د طالبانو په بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون سلګونه افغانان ووژل شول.

ښاغلي ټرمپ له شان رایان سره په یوه مرکه کې چې پرون( دوشنبه، د وږي ٥مه) خپره شوه، خپله جمهوري غوښتونکي سیاله کاملا هرېس له افغانستانه د «ذلتوونکي» وتلو پړه واچوله او ویې ویل، چې هرېس او بایډن د امریکا اعتبار له منځه يوړ.

هغه زیاته کړه، که ټاکنې وګټي، نو د خپلې لوړې په ورځ به له افغانستان څخه د «ناوړه ناورین» عاملین لیرې کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر د احمد مسعود د بلنې په اړه د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر مایکل مک کال پر بې غورۍ حیرانتیا څرګنده کړه او ویې ویل چې مک کال یو ښه سړی دى.

ډونلډ ټرمپ همداراز ویلي چې په آنلاین لیک کې شاوخوا ۳۰۰ زره لاسلیک کوونکو له کانګرېس غوښتي چې احمد مسعود ته بلنه ورکړي. دغه لیک د امریکا د پخواني پوځي افسر شان رایان له خوا پیل شوی او غوښتونکو یې له طالبانو سره پر مالي مرستو نیوکه کړې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي ټرمپ د مک کال د غفلت په اړه وویل « په ریښتیا، زه حیران وم کله چې تاسو دا وویل، مک کال ښه سړى دى.»

هغه له شان رایان سره په مرکه کې زیاته کړه چې له بګرام څخه د امریکا وتل ناسم کار و او ویلي یې دي چې «د چین د اټومي وسلو له تاسیساتو څخه یو ساعت ليرې دی». خو د بایډن اداره نه یوازې پوځي تجهیزات؛ بلکې په بګرام کې یې سپي هم پرېښودل.

ټرمپ وايي له افغانستانه د امریکا وتل حتمي و؛ خو هغه غوښتل چې د متحده ایالاتو د «واک او وقار په ساتلو» سره ووځي.

ټرمپ ټینګار کړی، که هغه په ​​سپینه ماڼۍ کې وای، له افغانستانه د «ناورین ډک وتل»، د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو د حماس برید او د روسیې او اوکراین جګړه به نه وای پېښه شوى.

د ولسمشريزو ټاکنو نوماند د مرکې په یوه بله برخه کې وویل: «ما داعش له منځه یووړل. دا ټاکل شوې وه چې پنځه کاله وخت ونیسي؛ خو ما دا په دریو اونیو کې وکړل.»

نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د«شرم وړ ورځ» وبلله.