د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو لخوا د نويو وضع شويو محدوديتو په وړاندې چې د نوي قانون پربنسټ يې عملي کوي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه پر رسنیو او خبریالانو پراخ بندیزونه لګوي.
د خبريالانو ملاتړى دغه بنسټ نن( دوشنبه، د وږي۵مه) په یوه خبرپاڼه کې د ژورې اندېښنې په څرګندولو، ټينګار کړى چې دغه بندیزونه په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ځپلو دوام دی.
د نوموړي بنسټ په وينا، دغه بنديزونه د هېواد د ډله ييزو رسنيو له قانون خلاف او ورسره په ټکر کې دي.
د افغانستان خبريالانو مرکز وايي، طالبانو د هېواد د ډله ییزو رسنیو قانون منلی، خو یوازې له یوې برخې یې په انتخابي ډول کار اخلي.
دغه سازمان پر رسنیو د دې بندیزونو د منفي پایلو خبرداری ورکړی او ټینګار کوي چې طالبان باید د رسنیو په وړاندې پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي.
د طالبانو نوی قانون د رسنیو په چارو کې د لاسوهنې لپاره د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت محتسبينو ته پراخ واکونه ورکوي. د قانون د ١٧مې مادې او ٣مې فقرې له مخې، محتسبین مکلف دي چې د ژوندیو شیانو د انځورونو لرونکي منځپانګې د خپرولو مخه ونیسي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون په ۱۷مه ماده کې لاندې ټکي شامل دي:
١. هغه مواد نشر کړئ چې د شریعت او دین سره په ټکر کې نه وي؛
٢. هغه موضوعات نشر کړئ چې مسلمانانو ته سپکاوی او توهین نه کوي؛
٣. هغه موضوعات نشر کړئ چې د څارویو انځورونه ونلري.
د قانون په ۱۹مه ماده کې په عامه ترانسپورت کې د موسیقۍ غږول، له حجاب پرته د ښځو تګ راتګ، د نامحرمو ښځو او نارینه وو اختلاط او له شرعي محرم پرته د ښځو لېږد منع دی.
په دې قانون کې راغلي:
د موسیقۍ غږول منع؛
د نشه يي توکو د استعمال او قاچاق منع؛
له حجاب پرته د ښځو د تګ راتګ منع کول؛
د نامحرمه سړو سره د ښځو د اختلاط مخنیوی؛
د موټر چلوونکي او مسافر مجبورول چې په ټاکل شوي وخت لمونځ وکړي.
پر دې سربېره، طالبانو د خپل نوي قانون په ۲۲ ماده کې نور محدودیتونه هم لګولي، چې په کمپیوتر، ټیلیفون او نورو وسایلو کې د ژوندیو شیانو د انځورونو او ویډیوګانو د تولید او لیدلو لپاره د ټایپ، راډیوګانو او ورته نورو وسایلو پر کارولو بندیز هم شامل دی.
دغه ماده له کورونو او بهر غونډو د ښځو غږ او موسیقي هم منع کوي.
دغه قانون د ږیرې له خرېيلو، د ږیرې د اوږدوالي کمول او د ویښتانو جوړل چې د اسلامي شریعت خلاف وي، منع کوي. که څه هم د اسلامي ویښتانو د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.