په دايکندي ولايت کې يوه ٢٢ کلن هلک ځان په دار وځړاوه او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
سیمه ییزو سرچینو دغه پېښه تایید کړې او آمو ته یې ویلي، چې دغه ځوان د دغه ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په سيلبيتو کلي کې له یوې« ونې» ځان ځړولی دی.
دغه سرچينې وايي، چې دغه ځوان خداداد نومېده او د خپلې معشقې د رد ځواب له امله يې ځان وژنه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې نن سهار (شنبه، ۳ سنبله) د يادې ولسوالۍ د ښوونځي يوشمېر زده کوونکو د دغه ۲۲ کلن ځوان جسد په ونې کې ځوړند موندلى دى.
تر اوسه د دايکندي ولايت چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي. که څه هم د یوې پیښې لاملونه له یوې پیښې څخه بلې پیښې ته توپیر لري؛ خو راپورونه ښيي چې د ځان وژنې ډېرې پېښې د ژوند د سختو شرايطو له امله رامنځته کېږي.