افغانستان

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازې ماموريت پای ته ورسېد

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې رافایلا آودېس د طالبانو تر واک لاندې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباسر ستانکزي سره په يوه کتنه کې د خپل دوه کلن ماموریت د پای اعلان وکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، مېرمن آيودېس به لومړی دوحې ته سفر وکړي او د  یو شمېر سفیرانو او د سفارت له چارواکو سره به  د افغانستان په اړه خبرې وکړي او بیا به په بروکسل کې چې د اروپايي ټولنې مرکز پکې دي د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان په اړه تفصیلي خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، بوسکوویچ پوهر ویرانیکا په کابل کې د اروپايي ټولنې د نوې استازې په توګه ټاکل شوې ده.

اروپايي ټولنې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د آغلې آيودېس د ماموریت پر مهال، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بشري حقونو، بشري ناورین او د اوسني رژیم د سیاسي مشروعیت د بحران په برخه کې کوم پرمختګ ونه کړ.

د هغې د خپل دوه کلن ماموریت په ترڅ کې طالبانو د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېنښودله او د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او ازادۍ یې لا ډېر سخت محدودیتونه او بنديزونه وضع کړل.

د يادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون هیڅ نړیوال سازمان یا هیواد طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي. خو د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال وخت په وخت ځينو هېوادونو د افغانستان لپاره په خپلو سفارتونو کې چارواکي ګومارلي، چې ډېری يې له درېمو هېوادونو څخه د افغانستان په تړاو خپل ماموريتونه پرمخ وړي.