د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د یوې ښځې په ګډون دوه تنه په ډزو وژلي دي.
سیمه ییزږ سرچینو د دغه خبر په تاییدولو او آمو ته ویلي، چې دا پېښه د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په شيکار آباد کلي کې شوې ده.
د يادو سرچينو د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په شپه (د زمري ٣١مه) يو ٢٢ کلن هلک د خپلې مېرمنې له مور سره چې شاوخوا ٤٠ کاله عمر لري، د ۴ ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
سرچینې زیاتوي، چې د وژل شویو کسانو نومونه غفور او ګلجان دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، دغه ناپېژانده وسله وال ښايي د طالبانو غړي وو.
تر اوسه د دغو دوو کسانو د وژنې انګېزه نه ده څرګنده.
د وژل شويو کسانو يو خپلوان وايي، غفور يو عادي کس و او پخوا يې په دولت کې کومه دنده نه درلوده.