د جرمني د فدرال څارنوالانو دوه افغانان چې تېر کال د پولیسو له خوا نيول شوي وو، د سویډن پارلمان ته څېرمه د ډزو د تر سره کولو لپاره د يوې دسيسې په طرحه کولو تورن کړل.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، څارنوالانو ویلي چې دا «دسيسه» تېر کال په سویډن او نورو سکانډینياوي هېوادونو کې د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې و، چې د نړیوالو خبرونو په سرلیکونو بدل شوي وو.
دغه څارنوالانو زیاته کړه چې له دغو کسانو څخه یو یې د داعش غړی دی او بل یې د دې ډلې ملاتړی دی چې دواړه له ۲۰۲۳ کال راهیسې له دغې ډلې سره یوځای شوي دي.
د جرمني څارنوالانو دغه دوه کسان چې افغان اتباع دي، د داعش خراسان ډلې ته چې «په عمده توګه په افغانستان او پاکستان کې شتون لري، د منځګړیتوب له لارې د پیسو په لېږدولو» تورن کړل.
دوی ويلي، چې د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې، داعش ظاهراً اصلي شکمن کس ته امر وکړ چې «په اروپا کې د قرآن سوځونې په غبرګون کې چې په سویډن او نورو سکانډینياوي هیوادونو کې چې په هغه وخت کې رامنځ ته شو، یو برید پیل کړي.»
فدرالي څارنوالانو په یوه رسنيزه خبرپاڼه کې وویل: «دوی د احتمالي جرمي صحنې شاوخوا سیمه په آنلاین بڼه پلټله او څو ځله یې هڅه وکړه چې وسلې ترلاسه کړي، خو بریالي نه شول.»
د يادولو وړ ده، چې دغه شکمن کسان د روان کال په مارچ میاشت کې د آلمان په ختیځ ښار ګرا کې نیول شوي وو او له هغه وخت راهیسې تر محاکمې مخکې په موقت ډول په توقيف کې وو.