په بغلان او بامیان ولایتونو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې شپږ تنه ژوند بايللى.
د طالبانو له تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په دې پېښو کې څلور تنه ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې، په بغلان ولايت کې دغه ترافيکي پېښه د دوو کرولا ډوله او لینډ کروزر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
دغه پېښه د سالنګ پر لویه لار د دغه ولایت په خانجان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
په همدې حال کې په بامیان ولایت کې هم د یوه بار وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې دغه اژانس ته زياتوي، چې دغه پېښه د يکاولنګ اول ولسوالۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې دم، چې د آمو له خوا د راټولو شويو شمېرو له مخې، په تېره يوه مياشت( د زمري١١_٣٠) کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله د دغو شپږو کسانو په ګډون ٧٦ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
دا د تلفاتو په شمېر کې بې ساري زیاتوالی ښيي.
په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.