په پکتيا ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ١٣ تنه ټپيان شوي دي.
سرچينو آمو ته د یو پيغام په استولو سره ویلي چې دا پېښه د دوو تېز رفتاره موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د پکتيا- لوګر پر لويه لاره د کوتل تيره په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې (د چنګاښ ١٢-زمري٢٩پورې) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې د دغو ۴ کسانو په ګډون لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
دا شمېرې په دې پیښو کې د تلفاتو په مخينه کې زیاتوالی ښیي.
په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶولينو تر دې وړاندې هم ويلي، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.