د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت وايي، ۲۱ کلن محصل حمید جلال د طالبانو له خوا په تېروتنې کې وژل شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت پر اېکس ليکلي، چې د طالبانو یوه پلاوي د حمید جلال کورنۍ ته دوه سوه زره افغانۍ ورکړې دي.
حميد جلال تېره اوونۍ په کابل کې د یوه ملګري له فراغت غونډې څخه کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شو.
طالبانو هغه مهال پر هغه ډزې وکړې کله چې د حميد جلال موټر د طالبانو د موټرو له کاروان مخکې تېر شو.
د حميد جلال پلار سيد جلال پښتون مخکې رسنيو ته ويلي و، چې د دوى (حميد جلال او ملګري يې) د طالب چارواکو له موټر څخه مخکې شو او له شا څخه د طالبانو لخوا په هدفمندانه توګه په نښه شو. دى وايي چې زوى يې د موټر په شاته سيټ کې ووژل شوى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى. د حميد جلال پلار زياته کړه، چې زوى يې دوه مرمۍ د سر په برخه کې ولګېد چې له امله يې روغتون ته ونه رسېد او په لاره يې ساه ورکړه.
هغه له دې وړاندې د خپل زوی د قاتلینو د «قصاص» غوښتنه هم وکړه.
حميد جلال د ننګرهار ولایت اوسیدونکی و او د خپلوانو په وینا په دې وروستیو کې یې کوژده هم کړې وه.
نوموړی د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د اتم (وروستي) سمستر محصل و.
طالبانو ویلي چې د دغه ۲۱ کلن ځوان قاتل یې نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د طالبانو د واک بيا راتګ وروسته، په تېره بیا په کابل کې د طالبانو له خوا په پوستو او سړکونو کې پر ملکي وګړو د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي. خو طالبانو يې تر اوسه د عاملينو د محاکمې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.